Sharab sMs

💟Welcome To Sharab Sms💖
__________________________________
هم ئې شراب دي خله کښې هم ترې نه توبې اوباسي...
داسې څوک نيشته چې دا شېخ له ميخانې اوباسي...

احرام چې اوتړي تصوير به د کعبې اوباسي...
دا ځني خلک صرف دې لره جامې اوباسي...

که چرې مړ اوم نو دښمن ﺯما په لاش خبر کړئ...
ﺯما ياران اکثر په داسې وخت کښې پښې اوباسي...

دلته کښې هر سړے کافر دے او دوﺫخ ته به ځي...
دلته کښې هر سړے ملا دے او فتوې اوباسي...

دغه غلام ابن غلام مخلصه مه ويښوه....
دوي کښې څوک نيشته چې خبره به د خلې اوباسي...
        __________________________________

  زړۀ دې کیږده په سینه کښې دلته رنګ او لباس راوړه
ستا شراب دلته حرام دې شربت راوړه ګلاس راوړه #

      __________________________________

ساقي ستا شراب به څه وی د جانان له سترګو وړاندې
یار  چې  یو   نظر  راګوري  رانه  هېرې  مئېخانې  شی

      __________________________________

:مہ کوہ ساقی د خپل شرابو صفت مہ کوہ:
:ستا شراب زما د یار جوٹا اوبو تہ نہ رسی:
:شراب ھغہ شراب وی چئ جوٹا د یار پہ شونڈو شی:
:ساقی کہ داسی نہ وی نو باقی جامونہ واڑوہ:

  ‏"کہ راکوی جنت بہ راکڑی  "گینی دوزخ تہ لنگ وہلی ناستہ یمہ"

      __________________________________

.
که دا اوښکې ستا شراب وي
که دا چغې ستا رباب وي
.
که زما عمر د ژړا کړه
یو لمحه ستا د شباب وي
.
که زما همه مستي دا
یو حباب ستا د سرور وي
.
زه خوشاله یم په هر څه
چې کوې زما په ځان ته

       __________________________________

شراب می نه شکل ما ګناه ګڼله

ستا محبت کی می له کوره میخانه جوړه شو

__________________________________

ستا پہ شونڈو کی مزہ  دہ  شرابو

اوس دی شونڈی راکوہ #شراب  حرام دی

      __________________________________

دا ستا په سپین جبین چی کله تور زلفان راشی

زڑه می بےزایه شی تیاره می په چشمان راشی

په یو نظر به درنه ھیر کڑی دا شراب جامونه
که میخانے ته دی ساقی زما جانان راشی

       __________________________________

ته ګلاب یې ته شراب یې 
زه ملنګ ستا د دربار یم 
زه پتنګ ستا د رخسار یم 
زه هر رنګ ستا د سینګار یم 
ته صنم یې ته مرهم یې 
زه رنځور یم ستا د مینې 
زه ناسور یم وینې وینې
زه مجبور یم ته مې وینې

ته ګلاب یې ته شراب یې
زه ملنګ ستا د دربار یم 
زه پتنګ ستا د رخسار یم 
زه هر رنګ ستا د سینګار یم

ته زما د فکر له اسمانه راکوز نه شولې
ستا د تصویرونو مې د زړه لپه خالي نه شوه 
زه د انتظار په تبر پری شومه توکړي 
شومه بیا هم رانژدی راته نګار د پسرلی نشوه 
ستا خمار خمار نظر له ما نه لرې پاتې شو 
ستا او زما مینه عبث لاړه کمالي نشوه 
ګل اوسې سپرلی اوسې جانان اوسې لالۍ اوسې

ته زینت یې ته الفت یې 
زه فرهاد د محبت یم 
زه فریاد د مصیبت یم 
زه برباد جوت جوت یم 
ته ګلاب یې ته شراب یې 
زه ملنګ ستا د دربار یم 
زه پتنګ ستا د رخسار یم 
زه هر رنګ ستا د سینګار یم

لږ مې په زخمونو د کرم ملهم راواچوه 
لږ دې د پستو شونډو پستۍ کیسی راوباسه 
زه به د دردمن زړګی ویده زخمونه ویښ کړمه 
ته دې د ویدو سترګو ویدې کیسی راوباسه 
راشه چې په زړونو کې ګلان د مینې وکرو 
راشه د الفت د زمانې کیسې راوباسه 
ما د خپل نظر غیږه کې ونیسه را ونیسه

ته حسین یې ته رنګین یې 
زه غلام یمه جانانه 
زه الزام یمه جانانه
زه ناکام یمه جانانه

ته ګلاب یې ته شراب یې 
زه ملنګ ستا د دربار یم 
زه پتنګ ستا د رخسار یم 
زه هر رنګ ستا د سینګار یم

ای د ښایستونو د کاروان مالکه جار دې شم 
ای د نازه ډکه ګل اندامه مخ راواړوه 
وا لالیه وا زړګیه ستا په اسره پا یمه 
لږ زما په لوری د ناکامه مخ راواړوه 
ته د صدف زړه کې د په کلونو وسیدلې یې 
جار دې شم د دوو ټکو له نامه مخ راواړوه 
راشه د بڼو نه دې قربان شمه قربان شمه

ته ښکلا یې ته رڼا یې 
زه سینګار ستا د ښایست یم
زه بهار ستا د ښایست یم 
زه کردار ستا د ښایست یم

ته ګلاب یې ته شراب یې 
زه ملنګ ستا د دربار یم 
زه پتنګ ستا د رخسار یم 
زه هر رنګ ستا د سینګار یم 
ته صنم یې ته مرهم یې 
زه ناسور یم ستا د مینې 
زه ناسور یم وینې وینې 
زه مجبور یم ته مې وینې
شاعر

       __________________________________

بوتل شراب، ستا اندیښنې، او دې ټکر سندرې!
توره تیاره، د هجران شپې او دې ټکر سندرې!

یو لیونی دی، ټوله شپه ژاړي، او ته یادوي!
په نیمه شپه کوي ټپې، او دې ټکر ســــندرې!

      __________________________________

غزل ‎

دا څيره دی چی نظر کړی 
ما روښانه  لکه لمر   کړی

ستا شراب هم ليوني دی 
کاره دښتو دښتو سر کړی

ستا دوه سترګې جنګيرکې
ګذارونه  ده   خنجر  کړی

ستا بيلتون او ستا غمونه 
ماته جوړ په زړه پرهر کړی

زړه می ډير له دردو ډک دی 
اسوېلي لکه ده غر     کړی

زما جانان چی خواله  راشی
زما جانان په ما اختر   کړی

زما      مينه      ستا    نفرت 
دا قبول به کوم   هنر   کړی

مسافر   يم   ګرانې   موری
زړه  می تا پسی ور ور کړی

ولی؟ ولی می  خوښیږی ؟
زړه می دا   فکر  اكثر کړی

ده نعیم   غزل چی واورم 
ما لاهو په   سمندر     کړی

‏N  

Z

       __________________________________

نـه کیږي چې نه کیږي نو نــه کیږي

نورمـاتو پیالو تــه شراب نــه راوړم

مه ځه ړنګه مـه ځه پدې لار مه ځه
ستا ړنــګونغمو تــه رباب نـه راوړم

          __________________________________

نیشته نشه ستا زم زم کی واخله سره شراب ځما
وایه ملا ستا خلاصه څه وائ دی باب کی .غنی

     __________________________________

غزل

ستا پری سہ کہ جام سخکمہ تالاب سخکمہ.
وینہ د چا نہ سخکمہ شراب سخکمہ.

دومرہ یئ د سوخت تندے راخستے یم.
شونڈے پہ دریاب گدمہ دریاب سخکمہ.

شیخ گورہ نن هم صفا صفا اوئے.
زیات یئ پہ ممبر او پہ محراب سخکمہ.

ولوگی تندی او د نظام بے حسی.
تل پہ دے وطن کی لکہ اب سخکمہ.

شیخہ نصیحت دی اثر دا ووکڑو.
مخکی پہ اصراف ووس پہ حساب سخکمہ.

پریگدہ چی بربادے نہ بربادہ شی.
نن عادلہ دا خانہ خراب سخکمہ.

      __________________________________

ستا د سترګو هر نظر شراب شراب دی ؛

ځکه زړه مې هر ساعت کباب کباب دی ؛

زړه مې غواړي چې ټول عمر تاته ګورم ؛
ستا د ښکلي مخ دیدن ثواب ثواب دی ؛
Njan

__________________________________