Pashto shairi پشتو شاعری او ٹپی


Pashto Sms پشتو شاعری

زما په زړه غمونه ډېر دي 🖤

د ژمي ستړې شپې په ویښه تېرومه


‏تياره به مې غلامه وي رڼا به مې مني 🖤

يو وخت به داسې راشي چې دنيا به مې مني


‏درد لري خندا لري او وير لري

څومره کمالونه ستا تصوير لري


ځان ته رباب واخله جانانه ❤

د ټوپک مینه به دی ورک له ملکه کړینه


ما په دا کم عمر ډیر څه ولیدل 

 لږ می خواږه ډیر مې ترخه ولیدل.


‌ډیرو په خپلو نصیبونو ژړل 

ډیر ګریوانونه می لانده ولیدل.


هغه زلمیان چه لار پری ښه ښکاریده

ډیر می په وینو کی پراته ولیدل.


په څو پیسو چه خپل ایمان خرڅوی 

داسی می ډیر قسم خواره ولیدل.


ګرانه په مکتب پسی می تبه ده🥺

ته خو می لږ کیږده په تندی ګوتی.


لاعلاجه مرضونه پري رغيږي ✌✌

ستا په يو نظر کتو کي دوائي ده❤❤


په جينکو تعلیم پکار دی 

چی د خپل ورور سره اوږه په اوږه ځینه


ته به مې څنګه ديدن وکړې

ما سره مشره خور جوړه مکتب ته ځينه..

#ټپه


د وخت قاضیانو ستاسو عدل په دولت خرسیدو

که خــــدای قاضي شو زه به هلته شکایت کومه


يخ موسم، د جانان غیږه،د کرن موسیقي

اجل نه مخکې دغه لویه معجزه دې وشي


‏محبته لکه لاس په شونډو پروت یې

ستا د دوو ټکو اظهار په ژبه ګران دی